د اوبو د ژغورنې کمپاین

21 سلواغه 1402 0 کمپاین 128

آوبه مخ پز کمیدو دې (Instagram Post).png

 

اوبه د ژوند یو له مهمو منابعو څخه دي او ورځ په ورځ په نړۍ کي په ځانګړې توګه زموږ په هیواد کي مخ پر کمېدلو دي. که زه د اوبو د کمښت د لاملونو په اړه خبري وکړم، ډیری عوامل شتون لري، نه یوازې د واوري کم اورښت بلکي د مصرف کونکو غیر معقول مصرف او داسي نور.

څېړني ښیي چي اوبه ۷۰٪ په زراعت کي، ۲۲٪ په صنعت کي، ۸٪ په انفرادي ډول ضایع کیږي، زموږ د څېړنو له مخي باید خپل کمپاین له کرني او صنعت څخه پیل کړی وای او زیاته توجه مو پر کړې وای، ځکه هلته د اوبو ضایعات زیات دي؛ خو دا چي موږ لږ امکانات لرو نو زما په نظر  د ورځني ژوند او خلکو څخه چي پیل کړو نو به له یوې خوا د ۸٪ ضایعاتو مخه ونیسو او له بلي خوا به د اوبو د کمښت دا مهم بحث په ټولنه کي را پیل سي.

موږ باید په کوچنیو او پرله پسې ګامونو پیل وکړو، خلک د اوبو له کمښت څخه خبر کړو، د اوبو د نشتوالي په اړه ورته ووایو، چي د اوبو نشتوالی څه مانا لري او دوی ته د دې ضایع کیدو د مخنیوي په اړه زده کړه ورکړو، او د کارولو طریقې په اړه خبري وکړو. ددې ترڅنګ د نورو هیوادونو څخه د اوبو خوندي کول زده وکړو. په هر صورت، راځئ په ګډه لومړی ګام واخلو او دا ګام ته  د خلکو د پوهاوي کمپاین نوم  ورکرو.

مهرباني وکړئ لاندي عامه پیغامونه خپاره کړئ او په اړه ئې په مجلسونو کی بحث وکړئ او پر ټولنیزو رسنیو ئې شریک کړئ؛ تر څو عامه پوهاوی زیاد سي او هو خپل نظریات او وړانیزنه مو د (#هرـ څاڅکۍ ـ مهم ـ دی) هش ټګ په کارولو راسره شریک کړئ.

 

ایا پوهیږئ چي افغانستان د نړۍ د هغو ۴ هیوادونو څخه دی چي د اوبو مشکلات ئې په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دي؟

د هیواد ٨۰٪ ولس د ورځني ژوند لپاره کافي اوبو ته لاس رسی نلري.

ایا پوهیږئ چي د پلازمیني کابل په غربي ناحیو کي اوبه ۱۵۰متره کښته سوي دي؟

 

د اوبو اسراف بند کړئ!

هره ١٥ ثانیې یو ماشوم د چټلو اوبو لکبله مړ کیږي! د نن حساب تاسو وکړئ!

ډیري نلرو هغه چي لرو باید په احتیاط کار سي

 

ښارونه په اوبو اباد دي، مه پرېږدئ چي ودان ښارونه مو وران شي!

اوبه مه ضایع کوئ!

 

هغه وخت به لیري نه وي چي ملتونه به پر اوبو جنګونه وکړي

اوبه مه ضایع کوئ!

د کمپاین مواد په پشتو ژبه 
د کمپاین مواد په دری ژبه 

تبصرې

لاندې خپل نظر ولیکئ. تاسو باید د ثبت کولو دمخه خپل نظر وګورئ.